ارګ وایي بهرني ځواکونه به په افغانستان کې د تړون پر بنسټ حضور ولري. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي، دمګړی په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور ته اړتیا ده او ددوی حضور او وتل د یوه تړون له مخې ترسره کېږي. هغه د سولې د خبرو په اړه هم ویلي چې افغان حکومت به له یوه قوي سیاسي او نظامي موقف د سولې په خبرو کې برخه اخلي. دده په وینا طالبان به هغه څه مني چې حکومت یې ورته وایي نه هغه څه چې طالبان یې وايي. ده طالبان کوچنی اقلیت یاد کړ او په خبره یې د افغانستان د راتلونکې په اړه پرېکړه کول ددوی په لاس کې نه دي. صدیقي وايي چې د راتلونکي نظام د جوړښت په اړه به په بین الافغاني مذاکراتو کې خبرې کېږي خو په وینا یې جمهوریت پر خپل ځای دی او تغیر نه پکې راوستل کېږي.





























