تازه د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین په یوه ټوېټ کې ویلي چې تېره شپه تر دوه نیمو بجو پورې مذاکرات روان وو. دده په خبره نن ورځ به هم له امریکايي لوري سره په یوه بجه خبرې پیلېږي. پرون ځینو رسنیو د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی و، چې ښايي مذاکرات پای ته ورسېږي او زلمی خلیلزاد د سولې هوکړه له افغان حکومت سره شریکه کړي. خو تازه سهیل شاهین وایي چې نن به هم مذاکرات روان وي. د طالبانو او امریکا ترمنځ نهم پړاو مذاکرات دواړه لوري له پرمختګونو ډک بولي. دوی د هوکړې پر متن توافق کړی دی او د لاسلیک لپاره یې پر تیاریو کار روان دی. ددې هوکړې تر لاسلیک وروسته به بین الافغاني خبرې پیلېږي او د امریکا-طالبانو ترمنځ د رامنځ ته شوې هوکړې د عملي کېدو هڅې به کېږي.





























