امریکايي نظامیان وایي د سرتېرو د ایستلو په اړه پرېکړې کولو ته لا وخت شته دی. د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورډ په تازه څرګندونو کې ویلي، په افغانستان کې لا هم ترهګرې ډلې فعالیت کوي او افغانان د امریکایي ځواکونو ملاتړ ته اړتیا لري. دده په خبره لا تر وخت مخکې ده چې د له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه پرېکړه وشي. ډنفورډ وایي امریکايي ځواکونه به د افغانستان وضعیت ته په کتو له دغه هېواد ایستل کېږي. نوموړي زیاته کړې که په افغانستان کې کوم تړون رامنځ ته شي او په دغه هېواد کې جګړې ختمې شي نو معلومه خبره ده چې امریکايي ځواکونه به وځي. تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي وو، چې د سرتېرو د ایستلو لپاره هېڅ راز مهالوېش نه لري. بل پلو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو بیا ویلي، څومره ژر چې ممکن وي له افغانستان به خپل ځواکونه وباسي.





























