ناټو وايي د سولې تر هوکړې وروسته به د افغان ځواکونو ملاتړ ته ادامه ورکوي. په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نیکولاس کې ویلي، د سولې تر هوکړې وروسته به هم د ناټو ځواکونه په افغانستان کې وي او د افغان ځواکونو ملاتړ ته به ادامه ورکوي. دده په خبره ناټو باوري ده، چې د ترهګرۍ تر ختمېدو او ثبات تر راتلو پورې باید زموږ ځواکونه په افغانستان کې وي. ده زیاته کړې چې د ترهګرۍ او تهديدونو پر وړاندې مبارزه د ناټو مسوولیت دی او په دې برخه کې د افغان ځواکونو تر څنګ ولاړ دي. تر دې وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي وو، چې دوی د سولې تر هوکړې وروسته هم د افغان ځواکونو ملاتړ ته ادامه ورکوي.





























