په کابل کې د امريکا سفير جان باس پر طالبانو نيوکه کړې ده چې هم د سولې خبرې کوي او هم د افغانستان ملي تاسيسات ړنګوي. نوموړي دغه څرګندونې وروسته له هغه کړې چې وسله والو طالبانو د سلام مخابراتي شرکت ته له ګواښ وروسته بريدونه پرې پيل کړي دي. تر اوسه په ميدان وردګو او خوست ولايتونو کې د سلام شبکې پر انتنونو او دوکانونو دوه بريدونه شوي او زیان یې ورته اړولی دی. په افغانستان کې د امريکا سفير جان باس په خپل ټويټر ليکلي، “طالبان وايي چې سوله غواړو او يوې موافقې ته، چې روغې جوړې ته لاره هواروي، نژدې يو خو په عين حال کې مخابراتي شبکې او نور هغه تاسيسات ورانوي چې افغانان پرې تکيه کوي. د خوست امنيه قومانداني وايي چې تېر ماښام په خوست ښار کې د سلام شرکت د يوې نماینده ګۍ دروازې مخې ته چاودنه شوې او مالي زیان یې اړولی دی. دغه راز طالبانو په میدان وردګو ولایت کې هم د سلام مخابراتي شبکې یو انتن وېجاړ کړی دی.