د امریکا پوځ په افغانستان کې د طالبانو ضد جګړه کې له ۲۰۰۱ کال راهیسې په میلیاردونو ډالر لګولي دي. د امریکايي حکومت د شمېرو له مخې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ چې دغه هېواد په افغانستان کې له یو لیک ډېر سرتېري لرل، د کال یې لګښت سل میلیارد ډالرو ته رسېدو. د امریکا دفاع وزارت وايي، دوی د ۲۰۰۱ کال له اکټوبر د ۲۰۱۹ کال تر مارچ پورې ۷۶۰ میلیارد ډالر لګولي دي، خو د امریکا د برن پوهنتون یوه څېړنه وايي، په افغانستان کې د لګښت په هکله د امریکا رسمي شمېر له اصلي شمیر ډېر کم ښودل شوی دی. د پیسو ډېره برخه د وسلوالو ضد عملیاتو او د پوځیانو، په خوړو، جامو، روغتیايي چارو، تنخا او نورو شیانو لګول شوې دي. په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو ضد جګړې راهیسې افغان جګړه کې د امریکا دوه زره درې سوه سرتېري وژل شوي او شل زره پنځه سوه سرتېريیې ټپي شوي دي. ملګري ملتونه وايي دې جګړه کې له ۳۲ زرو ډېر افغانان وژل شوي او تر ۶۰ زرو ټپي شوي دي. ملګري ملتونه وایي، دا مرګ ژوبله له ۲۰۰۹ کال راهیسې په ریکارډ ډول زیاته شوې ده.





























