بهرنیو ځواکونو کندهار کې یو ملکي وګړی وژلی او یو بل یې ټپي کړی دی. یوې امنیتې سرچینې د نوم نه ښودو په شرط رسنیو ته ویلي، چې تېره ورځ ناوخته بهرنیو ځواکونو د دامان ولسوالۍ اړوند عبدالله کلي کې هغه وخت د ملکي وګړو پر موټر ډزې وکړې چې د دوی موټریز کاروان ته نږدې شوی وو. د سرچینې په وینا ډزو کې یو ملکی وګړی وژل شوی دی. سرچینه زیاتوي چې تېره ورځ بهرنیو ځواکونو د ډنډ ولسوالۍ کلانتر سیمه کې یو ۱۳ کلن ماشوم په ټانګ وهلی او ژوبل کړی يې دی. کندهار کې مېشتو بهرنیو ځواکونو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.





























