د فارياب د قرغان ولسوالۍ له درې ورځو وروسته بېرته امنيتي ځواکونو له وسله والو طالبانو څخه ونيوله. درې ورځې مخکې دغه ولسوالۍ وسله والو طالبانونيولې وه. د فارياب د پوليسو مطبوعاتي مسوول عبدالکریم یورش وويل چې د افغان ځواکونو د ګډو عملياتو پرمهال ياده ولسوالۍ په بشپړه توګه له وسله والو طالبانو ونيول شوه . ياد عمليات تېره ورځ له يوولسو بجو پيل او د ماسپښين تر درې بجو يې دوام درلود. د سرچينې په خبره چې په دې عملياتو کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .د يوبل خبر له مخې، د بلخ په کشندې ولسوالۍ کې يو پوليس وژل او پنځه نور ټپيان دي. د سمنګان د دره صوف ولسوال عبدالیقین احمدي وويل چې د امنيتي ځواکونو هغه کاروان چې له بلخ ولايت څخه سمنګان ته پر لاره و ، د کشندې ولسوالۍ د ريګي په کوتل کې د وسله والو تر بريد لاندې راغى، چې په ترڅ کې يې يو پوليس وژل شوى او پنځه نور ټپيان دي.





























