د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، نن ورځ یې له کابل څخه د ولایتونو مرکزونو ته د ټاکنیزو موادو د لیږد لړۍ پیل کړه. د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند ذبیح الله سادات وايي، چې نن يې هرات، بادغیس او فراه ولایتونو ته د حساسو او غیر حساسو ټاکنیزو موادو د لېږد لړۍ پيل کړه. سادات زیاته کړه، چې ولایتونو ته په ټاکنیزو موادو کې د رایې پاڼې، د رایو د پایلو فورمې، رنګ، بایومټریک دستګاوې او د ټاکنو په ورځ نور د اړتیا وړ مواد شامل دي چې د رایه اچوونکو د لېست پر اساس ولایتونو او بیا د ولایتونو له مرکزونو څخه د رایو اچونې مرکزونو ته به انتقال شي.د مهال ویش له مخې له کابل څخه ولایتونو ته د ټاکنیزو موادو لیږد به ۱۴ ورځې وخت واخلي او ټاکل شوې د سنبلې تر ۲۲ پورې به دا بهیر بشپړ شي.





























