د ټاکنو د څار یو شمېر بنسټونه اندېښنه ښیي چې نړیوال او کورني څارونکي به په پراخه توګه ټاکنې ونشي څارلی او دا کار به د ولسمشرۍ د ټاکنو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي. د ولسمشرۍ ټاکنو ته له یوې میاشتې لږ وخت پاتې دی؛ خو تر اوسه روښانه نه ده، چې څومره نړیوال او کورني څارونکي به ټاکنې وڅاري. د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي، چې پوره معلومات نه لري؛ خو که څارونکي شتون هم ونلري په ټاکنو کې کومه قانوني تشه نه رامنځته کیږي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون همکار بنسټونه هم وایي، که د را روانو ټاکنو سمه څارنه ونشي؛ مشروعیت به یې تر پوښتنې لاندې راشي. ځینې څارونکي باوري دي، چې نړیواله تولنه په افغانستان کې د تلې د شپږمې له ټاکنو سره چندان لیوالتیا نه لري؛ خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، د ټاکنو تر سره کول اړین دي. ان که نړیوال څارونکي هم شتون ونه لري.





























