د بښنې نړیوال سازمان له پاکستانه غوښتي چې د دې هېواد کې د پښتنو د حقونو د مدافعانو ځپل پای ته ورسوي. د بښنې د نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د څانګې مرستیال عمرواړایچ له اسلام اباده غوښتي چې د پښتون ژغورنې د غورځنګ پر وړاندې ځپونکي اقدامات باید پای ته ورسوي. نوموړي ویلي چې د دې غورځنګ ټول توقیف شوي غړي او نور سوله ییز فعالان باید سمدستي خوشې شي. یاد سازمان دغه غوښتنه داسې مهال کوي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ پرضد ځپونکی کمپاین د دې غورځنګ د څو نورو غړو په نیول کېدو سره لا سخت شوی دی. د روان کال له پیل راهیسې د دې غورځنګ په لسګونو فعالان نیول شوي دي.





























