د رسنیو د راپورونو له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له خپل قطري سیال سره اړیکه نیولې او د افغانستان د روان وضعیت او سولې په اړه یې خبرې ورسره کړې دي. لاوروف ویلي دوی په سیمه کې د امنیت د خوندیتابه او وضعیت د کنټرول لپاره هڅه کوي. د دواړو لورو د خبرو نور جزیات تر دې دمه نه دي روښانه شوي. قطر او روسیه هغه هېوادونه دي چې په افغان سوله کې مهم رول لري. ویل کېږي روسیه به د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې ضمانت کوي. تر دې وړاندې لاوروف ویلي وو چې په افغانستان کې وضعیت ښه لور ته نه دی روان ځکه غربي هېوادونه د ترهګرۍ ضد مبارزه کې رښتیني نه دي او ددغه ډلو پر وړاندې دوه ګونی چلند کوي.





























