ټرمپ وایي تر اوسه ددوحې په مذاکراتو کې د سرتېرو پر ایستلو هوکړې ته نه دي رسېدلي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، په دوحه کې خبرې له طالبانو سره ښې پر مخ ځي خو تر دې دمه د سرتېرو پر ایستلو هوکړې ته نه دي رسېدلي. دده په وینا امریکا او طالبانو تر اوسه په دې مذاکراتو کې د سرتېرو د ایستلو پر سر کومې معاملې ته نه دي رسېدلي خو هڅه کېږي چې دا مسئله نهایي شي. تر دې وړاندې ټرمپ په یوه مرکه کې ویلي و، له طالبانو سره د هوکړې په صورت کې به ۸۶۰۰ امریکایي عسکر په افغانستان کې پاتې شي. پخوا هم ټرمپ په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د حضور په اړه څرګندونې کړې دي. ټرمپ دا هم ویلي وو، چې په افغانستان کې به د سولې تر هوکړې وروسته قوي او پراخ استخباراتي حضور ولري. طالبان بیا ټینګار کوي چې له افغانستان باید ټول امریکايي عسکر ووځي یوازې په کمولو هوکړه نه کوي.





























