ټرمپ د افغانستان په اړه د ځینو کسانو مشورې نه مني. واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپل یوه تازه مطلب کې لیکلي ټرمپ د افغانستان په اړه د خپل ملي امنیت د سلاکار جان بولټن او ځینو نورو هغو کسانو سلا مشوره نه مني چې دلته د امریکا ددایمي نظامي حضور غوښتونکي دي. ورځپاڼه وایي ټرمپ په دې وروستیو کې پر جان بولټن بدګمانه شوی دی او تر ډېره یې مشورو ته ارزښت نه ورکوي. جان بولټن د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار دی او ددې پلوی دی چې امریکا دې په افغانستان کې دایمي حضور ولري او تر څنګ یې دې په نوره نړۍ کې هم خپل نظامي حضور پراخ کړي. خو ټرمپ د هغه له دې نظر سره مخالف دی او غواړي په نړۍ کې د امریکا نظامي حضور حد اقل ته راښکته کړي.





























