ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وایي د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې یو بل ته سپکې سپورې وايي. د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وایي تر دې دمه یې د نوماندانو د ټاکنیزو سرغړونو په اړه دوه دېرش شکایتونه ثبت کړي دي. دغه کمیسیون وایي چې دوی ځینې څېړلي دي او پرېکړې یې له رسنیو سره شریکې شوې دي. د سرچینې په خبره د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ټاکنیز ټیمونه له دولتي امکاناتو په استفادې او دغه راز د یو بل پر ضد د سپکو سپورو په ویلو تورن دي. د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وایي دغه شکایتونه به څېړل کېږي او ښایي ددغه نوماندانو ټاکنیزې سیالۍ د یوې اونۍ لپاره وځنډول شي. د یاد کمیسیون چارواکو ویلي هېوادوال کولی شي د ستونزو په لیدو دغه کمیسیون ته شکایت وکړي او په دې توګه شفافو ټاکنو ته زمینه برابره کړي.





























