زلمی خلیلزاد وایي په قطر کې یې له طالبانو سره مذاکرات پای ته رسېدلي او کابل ته روان دی. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ویلي، له طالبانو سره یې نهم پړاو کې مسایل نهايي کړل او اوس کابل ته ځي څو له افغان مشرانو سره سلا مشورې وکړي. نوموړي ویلي امریکا دداسې لارې په لټه کې ده چې وکړی شي افغانان پخپلو کې خبرو ته سره کېنوي، تاوتریخوالی راکم کړي او په دغه هېواد کې اوږده خونړۍ جګړه پای ته ورسوي. د زلمي خلیلزاد په خبره جګړه یوازې هغه وخت پای ته رسېدلی شي ،چې دواړه لوري یې د پای ته رسولو هوډ ولري. نوموړي دغه راز پر کندوز د طالبانو برید غندلی دی او په خبره یې وسله والو طالبانو ته په کار ده چې د سولې د خبرو په اوږدو کې دغه ډول بریدونه ودروي. دده په خبره له طالبانو سره یې هم په خبرو کې دغه مسئله مطرح کړې ده. خلیلزاد دغه راز یو ځل بیا ټینګار کړی ،چې له افغان ځواکونو به د امریکا ملاتړ ادامه ولري او په کندوز کې هم امریکايي ځواکونه د افغان پوځیانو مرستې ته تیار دي.





























