د کورنیو چارو وزارت وایي د کندوز په جګړه کې د پنځو ملکیانو په ګډون ۲۵ نظامیان وژل شوي او تر ۸۰ پورې نور ټپیان دي. کورنیو چارو وزارت وايي چې په ټپیانو کې هم ملکي وګړي شامل دي. سرچینه دغه راز کاږي چې په پېښه کې ۵۶ طالبان هم وژل شوي دي. وسله والو طالبانو وړمه شپه پر کندوز ښار برید وکړ. برید د امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شو او تر څو ساعته جګړې وروسته طالبانو شاتګ وکړ. کورنیو چارو وزارت وايي چې دمګړی په کندوز کې وضعیت عادي دی او خلک بېرته خپل کاروبار ته ورګرځېدلي دي.





























