د کورنیو چارو وزارت وایي نن سهار شاوخوا پنځه بجې وسله والو طالبانو پر پلخمري ښار برید وکړ خو د افغان ځواکونو له غبرګون سره مخ شو. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي چې برید په شا تمبول شوی دی خو وسله وال طالبان د افغان ځواکونو له لوري محاصره شوي دي. دده په خبره په نښته کې درې وسله وال وژل شوي، پنځه کسه ټپیان دي او دوه کسه ژوندي نیول شوي دي. رحیمي وايي وضعیت ددوی تر کنټرول لاندې دی. د بغلان د ولایتي شورا غړي بیا وایي طالبانو پر ښار برید کړی خو اوس د خلکو له کورونو د سنګر په توګه کار اخلي. دده په وینا ښایي په دې توګه ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله واوړي.





























