عرب نیوز د افغان سولې پروسې په اړه اوږده مقاله لیکلې ده او وایي لا هم په افغانستان کې خونړۍ جګړه روانه ده خو امریکا او طالبان د سولې په برخه کې د پرمختګونو خبره کوي. د سرچینې په وینا د افغانستان حقیقتونو، روان وضعیت، دودیز جوړښت او د طالبانو اوسنیو جګړو ته په پام افغان سوله یو خیال دی او ښايي حقیقت ته رسېدل یې ډېر وخت ونیسي. عرب نیوز وایي طالبان پر جګړه ټینګار کوي او امریکا هم دغه ډلې ته په خبرو کې ښايي امتیازات ورکړي ،چې دا هر څه به نه یوازې افغانستان ته دایمي سوله را نه ولي بلکې د یوې بلې جګړې سبب به شي. سرچینه کاږي چې طالبان د سولې تر هوکړې وروسته ښايي د افغانستان د دیموکراتیک حکومت پر وړاندې جګړه وکړي او په دې توګه دلته د کلونو لاس ته راوړنې له منځه یوسي. عرب نیوز دغه راز په افغانستان کې د نورو ترهګرو ډلو موجودیت ته هم اشاره کړې ده چې ښایي له سولې سره سره په افغانستان کې خپلو بریدونو او جګړو ته ادامه ورکړي.





























