پاکستان وايي دوی د افغانستان د سولې په پروسه کې هر اړخیزې مرستې ته تیار دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي، دوی په افغانستان کې د خبرو له لارې د روانې جګړې د پای ته رسولو پلویان دي او غواړي چې افغانان د بین الافغاني مذاکراتو پر مټ دایمي سولې ته ورسېږي. دده په وینا د سولې لپاره د زمینې برابرولو په برخه کې د پاکستان رول مهم دی او لا به هم خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي. محمود قریشي وایي د افغان سولې په تړاو تل له امریکا په تېره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په اړیکه کې دي او له یو بل سره مشورې کوي. ده ټینګار کړی چې د سولې په برخه کې به هېڅ راز هڅې نه سپموي. قریشي داسې مهال د سولې په برخه کې د همکارۍ ژمنه کوي چې لا هم ددغه هېواد پر نیت شک دی او عملا پر کونړ او ځینو نورو برخو توغندي توغوي.





























