د طالبانو له تاوتریخوالي سره سره ټرمپ له طالبانو سره د سولې غوښتونکی دی. واشنګټن ټایمز وايي طالبانو په دې وروستیو ورځو کې پر کندوز ښار برید وکړ، خو د امریکا استازی په قطر کې له دغه ډلې سره په خبرو بوخت و. سرچینه کاږي له دې ښکاري چې امریکا د طالبانو تاوتریخوالي باندې سترګې پتوې او سره له دې چې یاده ډله جګړه کوي دوی ورسره د سولې خبرې مخ ته وړي. په مطلب کې راځي د ټرمپ حکومت په هره بیه چې وي غواړي له افغانستان خپل ځواکونه وباسي، نو له همدې امله د طالبانو له تاوتریخوالي سره سره له دغه ډلې سره د سولې خبرو ته ادامه ورکوي. واشنګټن ټایمز لیکي د سولې د خبرو لومړنی کار باید دا وي چې طالبانو اوربند کړی وای او د اوربند په اوږدو کې د سولې خبرې مخ ته تللې وای او دغه هېواد ته یې دایمي امن راوستی وای.





























