د لغمان د رسنیو دفتر وایي پېښه پرون ماښام ناوخته په الیشنګ ولسوالۍ کې شوې ده. د سرچینې په خبره هاوان د طالبانو له لوري توغول شوی و، چې په یوه کور کې لګېدلی. په خبرپاڼه کې راځي د پېښې له امله ددغه کورنۍ پنځه غړي وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي. د لغمان والي آصف ننګ دا د وسله والو طالبانو کار بللی او هغه یې په کلکه غندلی دی. وسله والو طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.





























