کورنیو چارو وزارت وایي په پلخمري ښار کې یې پر طالبانو فشارونه ډېر کړي او دوی یې شاتګ ته اړ کړي دي. د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې طالبان د پلخمري ښار له درېیو برخو شاتګ ته اړ شوي او دمګړی ددغه ښار په سمنټ خانه نومې سیمه کې محاصره دي. بل پلو په بغلان کې یو شمېر خبریالان وايي چې دلته تېره شپه شدیده جګړه تېره شوه. ددوی په خبره پر هغو سیمو سخت هوایي بریدونه هم وشول چې وسله وال طالبان پکې وو. خبریالان وایي لا هم پلخمري ښار ته تللې لارې تړل شوې دي او جګړه روانه ده. کورنیو چارو وزارت بیا د جګړې د کنټرول خبره کوي او په وینا یې طالبانو ته یې درانه تلفات اړولي دي. سرچینه کاږي چې په نښتو کې تر دې دمه ۲۱ طالبان وژل شوي، ۱۳ ټپیان دي او اته کسه ژوندي نیول شوي دي.





























