د پښتونخوا وتلی سیاستوال محمود خان اڅکزی وایي په پاکستان کې بحران رامنځ ته شوی دی او که حالت همداسې روان وي ددې احتمال شته چې په دغه هېواد کې داخلي یا کورنۍ جګړه و نښلي. دده په وینا اقتصاد کمزوری شوی دی، بیې لوړې شوې دي، ناامنی خورا ډېره ده، حکومت له زور زیاتي کار اخلي او د حکومت سیاسي وضعیت د ډاډ وړ نه دی. اڅکزي ویلي، که د عمران خان حکومت همداسې دوام وکړي نو ښايي خلک یې د چپه کولو لپاره راپورته شي. دده په خبره دا د خلکو حق دی چې د خپلو ګټو مخالف حکومت چپه کړي. نوموړي یو ځل بیا د پاکستان پر پوځ غږ وکړ، چې په سیاسي مسایلو کې دې مداخله نه کوي او د خلکو له ځورولو دې لاس په سر شي.





























