د ټرمپ یو شمېر سلاکاران په افغانستان کې د سي ای اې د پراختیا په لټه کې دي. نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله یوه مقاله کې لیکلي دي، د ټرمپ یو شمېر سلاکاران په دې لټه کې دي چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو او سولې د هوکړې تر لاسلیک وروسته په افغانستان کې د سي ای اې حضور پراخ کړي. نیویارک ټایمز لیکي په همدې مسئله د ولسمشر ټرمپ د سلاکارانو ترمنځ اختلافات هم شته دي چې ښایي د سولې پر خبرو هم اغېز وکړي. سرچینه کاږي که سي ای اې په افغانستان کې د خپل حضور پراختیا ته تیاره شي نو تر خپل ملاتړ لاندې ځواکونه به په افغانستان کې نور هم پیاوړي کړي او د ترهګرو د احتمالي ګواښونو پر وړاندې به یې جګړې ته تیار کړي. تر دې وړاندې هم د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو، که له افغانستان خپل ځواکونه وباسي نو پر ځای به یې په دغه هېواد کې پراخ استخباراتي حضور ولري. دده په خبره دوی غواړي په سیمه کې د ترهګرو ډلو فعالیتونه وڅاري او د احتمالي خطرونو مخنیوی وکړي.





























