پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګڼو ولایتونو کې وروستیو جګړو، هوايي بریدونو، عملیاتو او روانو نښتو ته په اشارې ویلي چې په افغانستان کې پردۍ جګړه روانه ده او ددې وخت دی چې افغان وژنه ودرول شي. دده په وینا د جګړې ښکېلې خواووې دې په دې پوه شي چې په جګړه کې یوازې افغانان وژل کېږي نو ښه به وي چې د جګړې پر ځای د سولې خبرې ګړندۍ کړي. د ښاغلي کرزي په خبره په وروستیو ورځو کې په بدخشان، بلخ، فاریاب، فراه، لغمان او کندوز کې خونړۍ جګړې او عملیات روان دي چې زیانونه یې عامو افغانو ته اوړي او د سولې روان بهیر زیانمنوي. دده په خبره له جګړو او وحشتونو د راوتلو یوازینۍ لار د سولې خبرې دي او ښکېلو خواوو ته په کار ده چې د سولې هڅې چټکې کړي.





























