طالبان له امریکا سره هوکړې ته رسېدلي دي، خو دغه هوکړه به د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر لاسلیک وروسته عملي شي. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، دوی په پرنصیپ کې له طالبانو سره هوکړې ته رسېدلي دي او اوس دغه هوکړه د ولسمشر ټرمپ لاسلیک ته اړتیا لري. د دې هوکړې تر لاسلیک او تایید وروسته به زرګونه امریکایي عسکر له افغانستانه ووځي.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی، چې له نهم پړاو مذاکراتو وروسته کابل ته راغلی، له تازه پرمختګونو خبر ورکوي. نوموړي په خپله تازه مرکه کې ویلي چې د سولې هوکړه د طالبانو او امریکا ترمنځ نهایي شوې ده، خو د لاسلیک ځای او نېټه به یې ولسمشر ټرمپ ټاکي. د ده په خبره، د هوکړې ټول مواد او جزیات یې له افغان حکومت سره هم شریک کړي دي. خلیلزاد وایي، همدا چې هوکړه لاسلیک شي، وروسته به په ۱۳۵ورځو کې له پنځو نظامي اډو نږدې (۵۴۰۰) عسکر وباسي.
خلیلزاد دغه راز د هېواد په ځینو برخو کې د هوکړې تر لاسلیک وروسته د تاوتریخوالي د کمېدو خبر هم ورکړی دی. د ده په خبره، په لومړي پړاو کې به په پروان او کابل کې بهرني ځواکونه کمېږي چې له همدې سره به په دې ښارونو کې تاوتریخوالی هم راکم شي. خلیلزاد دا نه دي ویلي چې د سولې هوکړې تر عملي کېدو وروسته به څومره عسکر په افغانستان کې پاتې کېږي او د بین الافغاني خبرو ځای او نېټه به څه وخت وي. هغه په دې مرکه کې پر طالبانو غږ کړی چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او په خبره یې د سولې خبرې د تاوتریخوالي د دوام له امله زیانمنېدلی شي.
نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې دا هم ویلي چې د زور له لارې د اسلامي امارت جوړېدل او پر خلکو منل د امریکا لپاره د منلو وړ خبره نه ده. د ده په خبره، دا د امریکا لپاره سره کرښه ده او هېڅ له دې مسئلې په شا کېږي نه.
خلیلزاد داسې مهال د سولې د هوکړې په اړه دغه جزیات رسنیو ته ورکوي، چې افغان حکومت یې د ارزونې خبره کوي. د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي پرون په یوه خبري کنفرانس کې وویل، زلمي خلیلزاد د سولې هوکړه افغان حکومت ته سپارلې ده او دمګړۍ تر بحث او ارزونې لاندې ده. د ده په خبره، تر ازونې، بحثونو او پایلې ته رسېدو وروسته به خپل نظر له زلمي خلیلزاد سره شریک کړي.
صدیقي ټينګار کړی چې ټاکنې به هم پر خپل وخت تر سره کېږي، خو طالبان بیا د ټاکنو مخالف دي. امریکا هم ویلي چې په افغانستان کې سوله تر ټاکنو ورته مهمه ده، خو ټاکنو ته هم ارزښت ورکوي. ارګ د سولې لپاره د چمتووالي خبر هم ورکړی دی او په خبره یې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره پلاوی ټاکل شوی دی، خو د ځینو ملحوظاتو له امله یې نوملړ نه اعلانوي.
ټاکل شوې چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په کابل کې له افغان حکومت سره تر خبرو او بحثونو وروسته، اسلام اباد ته لاړ شي. پاکستاني رسنۍ وايي چې نوموړی به په دې سفر کې له پاکستاني چارواکو سره هم د سولې وروستي پرمختګونه شریک کړي. تر اسلام اباد وروسته خلیلزاد د ناټو له چارواکو سره هم د سولې د هوکړې متن شریکوي او دوی ته د دغه پړاو د خبرو وروستي جزیات ورکوي.





























