د سالنګ لویه لار چې تېره ورځ د سختو سیلابونو د راوتو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه نن بېرته پرانیستل شوې ده. د سالنګونو د ساتنې مسوولین وایي دغه لار په ۲۸ سیمو کې تړل شوې وه خو اوس بېرته خلاصه شوې او د خلکو تګ راتګ ورباندې پیل شوی دی. پرونیو سیلابونو د پروان ولایت په بېلو برخو کې ګڼ مالي زیانونه هم اړولي وو. په پېښه کې یو کس لادرکه شوی و او درې نور ټپیان وو، خو سیلاب ۲۰۰ کورونه او دوکانونه هم ویجاړ کړي وو.





























