د کندهار امنیتي چارواکي وایي په دغه ولایت کې دوه ځانمرګي بریدګر د واده پر مراسمو تر بريد مخکي وژل شوي. پېښه د ډنډ ولسوالۍ په مشکيزو سيمه کې تېره شپه ۱۰ بجې رامنځ ته شوې. د کندهار امنيه قومندان مل پاسوال تادين خان ويلي چي په پېښه کې د واده ميلمنو او ملکي کسانو ته زيان نه دی اوښتی. دده په خبره د واده مراسم د یوه پولیس افسر په کور کې روان وو، خو ځانمرګی بریدګر موخې ته تر رسيدو وړاندې وژل شوی دی.د کندهار د عامي روغتیا رياست هم وايي چې په پېښه کي چاته زيان نه دی اوښتی او نه هم د پېښې له سیمې ټپیان یا جسدونه وروړل شوي دي.





























