د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له ناټو چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کوي. د رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو بروکسل ته پر لار دی او ټاکل شوې چې نن د ناټو له چارواکو سره خبرې وکړي. سرچینې کاږي چې د نورو ګڼو امنیتي مسایلو تر څنګ به پمپیو د افغان سولې پر وروستیو پرمختګونو او په افغانستان کې پر روان وضعیت هم د ناټو له چارواکو سره خبرې او بحثونه ولري. پمپیو داسې مهال بروکسل ته سفر کوي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه نهایي شوې ده. ټاکل شوې چې د هوکړې له عملي کېدو سره سم په ۱۳۵ ورځو کې له پنځو نظامي اډو تر ۵۴۰۰ پورې امریکايي عسکر ووځي. ددې تر څنګ به د تاوتریخوالي کچه کمېږي او بین الافغاني مذاکرات به پیلېږي.





























