د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په تازه څرګندونو کې ویلي دوی په افغانستان کې د سولې د روانې لړۍ پلویان دي او تر څنګ یې دغه بنسټ له افغان ځواکونو ملاتړ ته هم ژمن دی. د ناټو عمومي منشي دغه راز ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو سره یې هم کتلي دي او د افغانستان پر وضعیت یې خبرې کړې دي. نوموړي ددغه خبرو نور جزیات نه دي روښانه کړي خو په خبره یې د سولې د خبرو ملاتړي دي او په دې برخه کې به پوره همکاري کوي. ینس سټولټنبرګ په کابل کې د تېرې شپې برید هم غندلی دی او په وینا یې په ښارونو او عامو وګړو بریدونه هېچا ته د منلو نه دي او دوی ورته بریدونه په کلکو ټکو غندي.





























