شنبه, اگست 8, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    زابل کې ۲۳ کلنه د دوو کورنیو دښمني په دوستي بدله شوه

    ترابي: مرستندویه بنسټونه دې زیانمنو ته بېړنۍ مرستې ورسوي

    هلمند؛د خوارځواکۍ مرکزونه د ټولو ناروغو ماشومانو د منلو ظرفیت نه لري

    ای او ایم: نورستان کې د سېلاب‌ځپلو لپاره د مرستو بهیر پیل شوی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    زابل کې ۲۳ کلنه د دوو کورنیو دښمني په دوستي بدله شوه

    ترابي: مرستندویه بنسټونه دې زیانمنو ته بېړنۍ مرستې ورسوي

    هلمند؛د خوارځواکۍ مرکزونه د ټولو ناروغو ماشومانو د منلو ظرفیت نه لري

    ای او ایم: نورستان کې د سېلاب‌ځپلو لپاره د مرستو بهیر پیل شوی

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

پر ګرین وېلج خونړی برید؛ لاریون کوونکي: دغه کمپ دې ژر تر ژره له دې سیمې و ایستل شي

سپتمبر 4, 2019
in افغانستان
0 0

په کابل کې د وړمې شپې برید درنه مرګ ژوبله واړوله، خو تر څنګ یې د سیمې خلکو ته هم میلیونونه افغانۍ مالي زیانونه اوښتي دي. د کابل د نهمې امنیتي حوزې اړوند د قابل بای سیمې اوسېدونکي چې د برید هدف (ګرین وېلج) ته نږدې وو، بل ځای ته د دغه کمپ لېږدول کېدو غوښتونکي دي.

وړمه شپه په کابل کې د نهمې حوزې په مربوطاتو کې د ګرین وېلج په نامه د بهرنیانو پر یوه کمپ ځانمرګی برید وشو. برید خورا دروند او غږ یې د کابل تر لرو پرتو سیمو واورېدل شو. تر برید وروسته په سیمه کې د امنیتي ځواکونو او پنځو وسله والو ځانمرګو ترمنځ نښته پیل شوه، چې د وسله والو په وژل کېدو پای ته ورسېده. د کورنیو چارو وزارت وایي چې په پېښه کې ۱۶ کسه وژل شوي او ۱۱۹ نور ټپیان دي. یوازې دا نه، د دې ترڅنګ د دې سیمې خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي.

تېره ورځ د ګرین وېلج کمپ سیمې ته نږدې د قابل بای د سیمې اوسېدونکو د دغه پېښې په غبرګون کې لاریون کړی و او د دې غوښتونکي وو چې دغه کمپ باید له دې سیمې و ایستل شي. د قابل بای سیمې اوسېدونکو د یوه لاریون په ترڅ کې د ملکي خلکو له کورونو د دغه ډول کورنیو او بهرنیو تاسیساتو، چې د وسله والو په نظامي اهدافو کې شامل دي، د انتقالولو غوښتنه وکړه، خو لاریون د پولیسو او لاریونوالو ترمنځ پر تاوتریخوالي واوښت. د سیمې خلک وایي، دا څووم ځل دی چې دغه کمپ تر برید لاندې راځي، خو له ملکي سیمو یې د انتقال لپاره هېڅ اقدام نه کیږي.

د سیمې یوه اوسېدونکي رحیم الله مسیر ورځپاڼې ته وویل، که حکومت وغواړي بهرنیان په هر ځای کې امن ساتلی شي، نو ځکه پکار ده چې دوی له دغې ملکي سیمې وباسي. د ده په خبره، په سیمه کې د بهرنیانو د کمپ د موجودیت له امله هر ځل په وسله والو بریدونو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي. نوموړی وايي: ((موږ هر ځل په برید کې زیانمنېږو. حکومت دا بهرنیان هر ځای ساتلی شي، بل ځای ته یې دې بوځي، که حکومت مو خبره و نه مني، لاریون ته ادامه ورکوو)).

لاریون کوونکو پر پرونۍ پېښه خورا توند غبرګون وښود او ډېر یې د بهرنیانو دغه کمپ ته دننه شول. ویل کېږي چې دوی په سیمه کې ځینو څېزونو ته اور ورته کړی دی او وروسته پولیسو د لاریون کوونکو د لرې کولو لپاره هوايي ډزې هم کړې دي. د پولیسو او لاریون کوونکو ترمنځ اخ ډب کې ځینو ملکیانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

بلخوا په روغتونونو کې د پېښې ټپیان او عیني شاهدان وايي چې دغه چاودنه خورا زوروره وه او پر حکومت نیوکه کوي چې د خلکو د امنیت په تامین او دغه راز د ورته خونړیو چاودنو په مخنیوي کې پاتې راغلی دی. د کورنیو چارو وزارت وایي، دوی د پېښې پلټنه پيل کړې ده او ډېر ژر به ښکېل خلک د قانون منګولو ته وسپارل شي. د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، برید وسله والو طالبانو تر سره کړی دی، خو زیانمن شوي ټول ملکیان دي، یوازې په وژل شوو کې دری امنیتي کسان شامل دي.

د دغې چاودنې د شدت له امله د پېښې سیمې ته نږدې د عامو خلکو ډېر کورونه، دوکانونه او نور تاسیسات په بشپړه توګه تخریب شوي دي. په دغه برید کې د تیلو یوه سټېشن اور اخیستی او د شاوخوا ۴۰ موټرو د ویجاړېدو ترڅنګ یې خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

د پوځي چارو شنونکي وایي چې په ملکي سیمو کې د کورنیو او بهرنیانو دا ډول کمپونه، چې احتمالاً د وسله والو تر نظامي اهدافو لاندې راځي، باید نورو سیمو ته انتقال شي. د پوځي چارو شنونکی ظاهر عظیمي وایي، دا پېښې ښايي بیا تکرار شي او ملکي وګړي زیانمن کړي، نو ښه به وي چې حکومت دغه ډول بهرني کمپونه د عامو وګړو د استوګنې له سیمې وباسي.

په کابل کې داسې مهال خونړۍ چاودنه کېږي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی په کابل کې دی او وایي، له طالبانو سره هوکړې ته رسېدلي او د ټرمپ تر تایید وروسته به یې عملي کېدل پیل شي. د هغه په خبره، د دې هوکړې د عملي کېدو له پیل سره سم به د تاوتریخوالي کچه هم راټيته شي.

Tags: featured
Share9Tweet1Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د اسرائيل لخوا د توقيف شویو فلسطیني ماشومانو او تنکي ځوانانو شمېر “د پام وړ” زیات شوی

اگست 8, 2026

د لبنان او اسرائیل ترمنځ خبرو اترو کې پرمختګ رامنځته شوی

اگست 8, 2026

امريکايان: د منځني ختيځ ثبات به د امريکا د پوځي عملياتو په اثر خراب شي

اگست 8, 2026

پيرو او مکسيکو خپلمنځي ډيپلوماتيکې اړيکې اعاده کړې

اگست 8, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In