روسیه وایي دوی په افغانستان کې ددایمي سولې او ثبات د راتګ ملاتړ کوي. په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي واسیلي نبینزیا په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، له امریکا سره یې د افغانستان په اړه ګټور بحثونه لرلي دي. دده په خبره دوی ددې غوښتونکي دي چې په افغانستان کې روانه جګړه ختمه کړل شي او دغه هېواد ته دایمي ثبات او سوله راشي. نبینزیا ټینګار کړی چې روسیه د افغانانو ترمنځ د رامنځ ته شوې هوکړې ملاتړ کوي او هڅه یې دا ده چې افغانان په خپلو کې سره کېنی او شته ستونزې د یوه بین الافغاني توافق په رامنځ ته کېدو حل شي. نبینزیا په سیمه کې د افغانستان امنیت او ثبات مهم بللی دی او ټینګار یې کړی چې روسیه د سولې له راوستو خپل ملاتړ نه سپموي.





























