امریکايي دپيلوماتانو له افغانستان د امریکایي ځواکونو د وتلو په تړاو خبرداری ورکړی دی. تر لسو پورې امریکایي ديپلوماتانو او په افغانستان کې د امریکا پخوانیو سفیرانو ویلي، که امریکا د سولې تر بشپړې هوکړې مخکې له افغانستان ووځي نو دغه هېواد به د کورنۍ جګړې په ډګر بدل شي. دغه ديپلوماتان وایي طالبان باور لري چې لا هم د زور له لارې واک ته رسېدلی شي نو همدا چې امریکایي ځواکونه له افغانستان ووځي او یا امریکا له افغان حکومت خپل ملاتړ کم کړي، نو دغه ډله به خونړۍ جګړې پیل کړي. یادو ديپلوماتانو ویلي امریکا باید ځان ډاډه کړي چې طالبان پر خپلو ژمنو وفا کوي او یا دې د سرتېرو د ایستلو په اړه پر خپله پرېکړه له سره کتنه وکړي. د سرچینې په خبره د سولې لپاره دې یو شمېر عسکر و ایستل شي خو د پاتې عسکرو د ایستلو لپاره دې مهالوېش نه اعلانېږي او هغه وخت یې دې د ایستلو لړۍ پیل شي چې طالبان او افغان حکومت په بشپړه توګه د سولې هوکړه لاسلیک کړي.





























