په افغانستان کې باید د تاوتریخوالي لپاره هدفمند او جدي ګامونه پورته کړل شي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازي تادامیچي یاممتو په افغانستان کې پر وروستیو جګړو، بریدونو او تاوتریخوالي غبرګون ښودلی دی. دده په خبره لا هم د ملکي تلفاتو لوړه کچه د ملګرو ملتونو لپاره د جدي اندېښنې وړ مسئله ده. هغه زیاته کړې، له ګڼو افغان سیاسیونو او حکومتي چارواکو سره یې کتلي او له دوی یې غوښتي چې باید د ملکي وګړو د خوندیتوب او په هېواد کې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره اقدام وشي. دده په خبره افغانانو ته په کار ده چې سره متحد شي او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره هدفمند او جدي ګامونه واخلي. هغه په کابل کې د وسله والو طالبانو وروستی برید په کلکو ټکو غندلی دی او په خبره یې د ملکیانو وژل او ددوی مالونو ته زیانونه رسول نه بښل کېدونکی بشري جنایت دی.





























