د اروزګان امنيتي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د دغه ولايت پر خاص اروزګان ولسوالۍ له موټربم چاودنې وروسته وسله وال بريد کړى دى. د اروزګان امنیه قوماندان خطاب خنجري ویلي چې طالبانو د شپې ناوخته د ولسوالۍ پر ودانۍ له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړه او وروسته يې وسله واله نښته هم پيل کړه. هغه وايې، په ولسوالۍ کې مېشتو امنيتي ځواکونو له بريد وروسته مقاومت وکړ چې پر مهال يې ۱۷ طالبان ووژل شول او اووه نور ټپيان شوي دي. خنجري زياته کړه چې په نښته او موټربم برید کې يو امنيتي سرتېری وژل شوی او درې نور ټپيان دي. د نوموړي په وينا، د طالبانو بېګنی بريد يې پر شا تمبولى او کومه سیمه د هغوی لاس ته نه ده لوېدلې. بلخوا طالبانو بيا په لېږل شوي پيغام کې ویلي چې پر خاص اروزګان ولسوالۍ د تېرې شپې په برید کې یې حکومت ته درانه تلفات اړولي دي.





























