د لغمان په قرغيو ولسوالۍ کې د ناپېژاندو وسله والو له لوري د يوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي دي. د چارواکو په وينا چې په وژل شوو کې څلور ماشومان او يوه مېرمن شامل دي. د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي ويلي، تېره شپه شاوخوا درې بجې د دغه ولايت د قرغيو ولسوالۍ اړوند په نهر کريم سيمه کې ناپېژاندو وسله والو د يوې کورنۍ پنځه غړي وژلي دي. دی وايي، په وژل شوو کې دوه نجونې، دوه هلکان او يوه مېرمن شامل دي. ځايي چارواکي وايي چې د پېښې پلټنه یې پیل کړې ده او هڅه کوي عاملین یې ژر تر ژره د قانون منګولو ته وسپاري.





























