پلخمري ښار د څلورمې ورځې لپاره هم د جګړې او نښتو شاهد و. په پلخمري ښار کې خبریالان وايي چې دغه ښار د څلورمې ورځې لپاره په محاصره کې دی او لا هم نښتې روانې دي. ددوی په خبره سیمې ته ملاتړي ځواکونه نه دي رسېدلي او ډېری محلي پولیسو خپلې پوستې د مهماتو د ختمېدو له امله پرې اېښې دي. تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت ویلي وو، چې په پلخمري کې یې طالبان په شا تمبولي او چاڼيز عملیات یې پيل کړي دي. خو ځايي خبریالان بیا وايي چې لا هم جګړه شته ده. په پلخمري ښار کې د عامې روغتیا ریاست کارکوونکي وایي چې په دې څلور ورځنۍ جګړه کې تر دې دمه ۳۱ مړي او ۷۶ ټپیان ور وړل شوي دي. د سرچینو په خبره په وژل شوو او ټپیانو کې تر ډېره ملکیان شامل دي.





























