په جلال اباد ښار کې د یوې کورنۍ څلور غړي په شپنیو عملیاتو کې وژل شوي دي. د ننګرهار ځایي خبریالان او مدني فعالان وايي، چې څلور وروڼه قاضي قادر، جهانزیب زاخېلوال، صبور زاخېلوال او بهادر زاخېلوال په بې رحمانه توګه د صفر دوه قطعې په عملیاتو کې وژل شوي دي. د ځايي خلکو په وینا دغه کسانو په هېڅ ډول ترهګریزو یا مشکوکو کړنو کې لاس نه درلود او بې طرفه وګړي وو. د ننګرهار ځايي چارواکو تر دې دمه د پېښې په اړه څه نه دي ویلي او موږ هم د دوی د نظر په اخیستو بریالي نه شوو. ځايي خلک له حکومت غواړي چې ژر تر ژره دې دغه پېښه وڅېړي او د بې ګناه ملکیانو د وژل کېدو ځواب دې ورکړي. د ننګرهار مدني فعالان وايي، په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې صفر یو او صفر دوه قطعې خونړي عملیات ترسره کوي، چې تر ډېره ملکیانو ته مرګ ژوبله پکې اوړي.





























