د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو به له طالبانو سره د سولې هوکړه لاسلیک نه کړي. ټایمز مجله په خپل یوه مطلب کې د باخبره سرچینو په حواله لیکلي دي، چې طالبان او امریکا د سولې هوکړې لاسلیک ته نږدې شوي دي، خو مایک پمپیو به دغه هوکړه لاسلیک نه کړي. د سرچینې په خبره مایک پمپیو ښایي له دې امله دغه هوکړه لاسلیک نه کړي چې په هغه کې د اسلامي امارت کلمه کارول شوې ده. ټایمز مجله لیکي په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا اوږدې خبرې پایلې ته رسېدلې دي او ټاکل شوې چې ژر تر ژره د ټرمپ له لوري تایید شي. ټایمز مجله هم د خپلو سرچینو په حواله لیکي، همدا چې ټرمپ دغه هوکړه لاسلیک کړي زرګونه امریکایي عسکر به له افغانستان ووځي او په ځینو سیمو کې به د تاوتریخوالي کچه راټيټه کړل شي.





























