ناټو یو ځل بیا ویلي چې د افغان سولې لپاره د امریکا له هڅو ملاتړ کوي. د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ پرون په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، دوی د افغانستان د سولې په اړه محتاط دي خو ددې تر څنګ هم په دې برخه کې د امریکا له هڅو ملاتړ کوي. نوموړي په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د حضور په اړه هم ویلي، دوی ځکه دلته شته چې په افغانستان کې دایمي سولې او سیاسي حل ته لاره هواره کړي. نوموړي دا نه دي ویلي چې بهرني ځواکونه به کله له افغانستان وځي خو په خبره یې ددوی حضور د سولې تر راتګ او د جګړو تر پای ته رسېدو پورې دی. ناټو تر دې وړاندې هم د افغانستان د سولې له پروسې خپل ملاتړ اعلان کړی و. ناټو ددې تر څنګ دا هم ویلي چې د افغان ځواکونو ملاتړ، مرستې او همکارۍ ته به هم ادامه ورکوي.





























