د کورنیو چارو وزارت وايي، نن سهار د کابل ښار په شش درک سیمه کې د ټونس موټربم په وسیله برید کې ګڼو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او یو شمېر ملکي موټر هم تخریب شوي دي. د یاد وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي، د کابل ننني خونړي بريد کې لس تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۴۲ نور ټپيان دي. دا چې په یاد برید کې بهرنیو او افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې که نه، رحیمي یې په اړه څه نه دي ویلي. د بريد مسووليت طالبانو پر غاړه اخيستی دی، چې په خبره یې یو شمېر بهرنیو او افغان سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.





























