د بغلان ولايت په مربوطاتو کې له څلورو ورځو وروسته د کابل-شمال لويه لار د ترافيکو پر مخ پرانيستل شوه. له تېرو څلورو ورځو راهيسې د بغلان په مرکز پلخمري کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د پرله پسې جګړو له امله د کابل شمال لويه لار د ترافيکو پر مخ تړل شوې وه. خو اوس د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند احمد جاوېد بشارت وایي، د کابل- شمال لويې لارې خلاصولو په موخه تېره شپه د ځمکې او هوا له لارې عمليات ترسره شوي دي چې اوس مسافر کولاى شي په دغه لاره تګ راتګ وکړي. بشارت وایي اوس هم عمليات روان دي، څو له نورو سيمو هم طالبان پر شا وتمبول شي.





























