د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتونو ته د ټاکنیزو موادو د لېږد د امنیت په اړه اندېښنه ښيي. ولایتونو ته د حساسو ټاکنیزو موادو د لېږد امنیت د ټاکنو د خپلواک کمېسیون اندېښنې راپارولي او دا اندېښنې دغو موادو ته د سیمه ییزو زورواکو او د دولت د وسله والو مخالفینو د لاسرسي له اړخه دي. د دغه کمېسیون مرستیال ویاند میرزا محمد حق پرست وايي، چې د حساسو موادو د لېږد د امنیت په اړه يې خپلې اندېښنې څو ځلې له امنیتي چارواکو سره شریکې کړي دي. په دې موادو کې بایومټریک دستګاوې، د رایې ورکونې پاڼې، د رایې ورکوونکو نوملړ او د رایو صندوقونه شامل دي. په ورته وخت کې يو شمېر ګوندونه او څارونکي بنسټونه خبرداری ورکوي چې که دغه مواد په ولایتي دفترونو کې خوندي نه وي، نو پراخو ټاکنیزو درغلیو ته به لار هواره شي.





























