د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمېټې له زلمي خلیلزاد نه غوښتي چې له طالبانو سره د سولې د هوکړه لیک په اړه دې په یوې علني غونډه کې د کانګرس غړو ته توضیحات ورکړي. د دغې کمېټې ريیس ایلیوټ ایل انجل د امریکا له بهرنیو چارو وزارت نه غوښتي چې نور دې خلیلزاد دې له طالبانو سره د سولې د هوکړه لیک په اړه د جزیاتو پټول بند کړي. په دې وروستیو کې زلمي خلیلزاد ویلي و چې د دغه هوکړه لیک متن نهایي شوی او د ولسمشر ټرمپ له امضا وروسته به پلی شي. په هغه لیک کې چې د کانګرس د بهرنیو چارو د کمېټې رییس زلمي خلیلزاد ته لیږلی ویل شوي چې د افغانستان او امریکا خلک حق لري چې د دغه هوکړه لیک په اړه پوه شي. په همدې حال کې د امریکا پخوانیو دپلوماتانو او سفیرانو له طالبانو سره د دغه تړون په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي و چې په افغانستان کې د جګړې د ختمېدو له تضمین پرته له طالبانو سره سوله به افغانستان کورنۍ جګړې ته ټیل وهي.





























