د کندوز د خان اباد ولسوال حیات الله امیري وايي، چې د نن سهار په څلورو بجو وسله والو طالبانو پر دې ولسوالۍ برید وکړ چې د کومکي ځواکونو په نه ورسېدو سقوط شوه. امیري وایي طالبانو د خان اباد پر ولسوالۍ له چهارتوت، بندر شوراب، ملا غلام او د جنت باغ لخوا بریدونه کړي دي.د نوموړي په خبره، نن د ورځې په ۱۱بجو او ۵۰ دقیقو د خان اباد د ولسوالۍ او د دې ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ ودانۍ د طالبانو لاسته ورغلې. نوموړي له حکومته وغوښتل چې دغې ولسوالۍ ته تازه دمي سرتېري واستوي. خو د کورنیو چارو وزارت بیا د خان اباد ولسوالۍ سقوط رد کړ. وسله والو طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.





























