امنيتي مسوولين وايي چې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو په فراه ولايت کې ١٣ تنه د طالبانو له زندانه ازاد کړي دي. د ملي امنيت له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو تېره شپه د فراه په بکواه ولسوالۍ د وسله والو طالبانو پر يوه زندان عمليات کړي دي. د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دغو عملياتو په ترڅ کې له یاد زندانه ١٣ کسان ازاد شوي دي. په خبرپاڼه کې د زندانيانو د هويت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي خو زياته شوې چې دغه زندان د طالبانو د پنځوس کسيزې ډلې د قوماندان سيف الله اړوند و. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.





























