د لويې څارنوالۍ له لوري د جلال اباد ښار د وړمې شپې پېښې د څېړلو په هدف، چې په كې څلور وروڼه وژل شوي، ټاكل شوى پلاوى نن سهار ننګرهار ته ورسېد. د دې ادارې وياند جمشېد رسولي وويل، ياد پلاوى به د دغې پېښې څرنګوالى وڅېړي. هغه زياته كړه، كه چا سرغړونه كړې وي او يا يې د قانون خلاف عمل ترسره كړى وي، جدي او قانوني چلند به ورسره وشي. د ملي امنيت رياست اړوند د صفر دوه قطعې ځواكونو د پنجشنبې په شپه د دې ولايت په مركز جلال اباد ښار کې د عملياتو په مهال د يوې کورنۍ څلور غړي، چې سره وروڼه وو، په دې نوم ووژل، چې ګواكې د داعش ډلې غړي وو. خو ځايي اوسېدونكي بيا ياد وژل شوي كسان ملكي وګړي بولي. ولايتي اداره هم مني، چې عمليات كوونكو ځواكونو د يوې کورنۍ څلور غړي وژلي دي.





























