طالبانو نن سهار وخته د فراه پر ښار له څو لورو برید پیل کړی او اوس هم د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ شدیده جګړه روانه ده. د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند محب الله محب وویل چې طالبانو نن سهار شپږ بجې له څلور خواوو د فراه پر ښار برید وکړ. محب وايي چې همدا اوس په فراه ښار کې جګړه روانه ده او طالبان د امنیې قوماندانۍ څلور کیلومترۍ ته نږدې شوي دي. هغه زیاتوي چې طالبانو د ملي اردو د جلب او جذب مرکز هم نیولی او اور یې ورکړی دی. هغه زیاته کړه چې د دې نښتو په پایله کې تر اوسه ۱۸ طالبان وژل شوي او دوولس نور ټپیان شوي دي. د هغه په خبره چې په دغو نښتو کې تر اوسه پنځه امنیتي سرتېري هم ټپیان شوي دي. محب خبرداری ورکړ که چېرې هوايي ځواکونه مرستې ته ور ونه رسېږي ښايي د فراه ښار سقوط وکړي. د فراه ولایتي شورا مرستیال شاه محمود نعیمي وايي چې د دغه ولایت له بېلابېلو سیمو سلګونه طالبان راټول شوي او نن سهار وختي یې پر فراه ښار بریدونه پیل کړي دي.





























