د ۲۰۱۸ کال د سپټمبر میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۱۹ کال د سپټمبر تر لومړۍ نېټې پورې په ۳۷۱۷ جنګي پېښو کې ۳زره او ۱۱۰ تنه وژل شوي او ۱۳ زره او ۵۱۱ تن نور ټپیان شوي دي. د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې د تروریستي بریدونو او جګړو له امله شاوخوا ۱۶ زره او ۷۰۰ ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، چې د ۲۰۱۸ کال د سپټمبر میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۱۹ کال د سپټمبر تر لومړۍ نېټې پورې په ۳زره ۷۱۷ جنګي پېښو کې ۱۶زره او ۲۲ ملکي افغانان وژل شوي او ټپیان شوي دي. همدارنګه په دې موده کې ۳زره او ۱۱۰ تنه وژل شوي او ۱۳ زره او ۵۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي. د خپرو شوو شمېرو له مخې، په وژل شویو کسانو کې ۱۴۱ ښځې او دوه زره ۹۶۹ تنه سړي وژل شوي او یو زر او ۲۴۱ ښځې او ۱۲ زره ۲۷۰ سړي ټپيان شوي دي. په ورته وخت کې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون کمېشنر او ویاند شکرالله مشکور وايي چې دغه کمېسیون د ملکي خلکو د تلفاتو د زیاتېدو په تړاو اندېښمن دی.





























